له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CRS موسسې ترمنځ د ۲۳۷,۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۲۲:۵۴
news image

نن د پنجشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي، د کاتولیک نړیوالې خیریه مؤسسې (CRS) له رئیسې مارګریت وودز او د هغې له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره یې لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ترابي صاحب ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل له مرستندویو موسسو سره همکاري کوي، ځکه چې د دوی فعالیتونه د پیښو مدیریت او د هېوادوالو د خیر لپاره دي.
له بلې خوا، د کاتولیک نړیوالې خیریه مؤسسې (CRS) رئیسې مارګریت وودز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې CRS موسسې له ۱۳۸۱ کال راهیسې د بیړنیو مرستو، د اوبو رسولو د شبکو پراختیا او د کرنې په برخه کې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي.
میرمن وودز د خپلې نوې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا پروژه د UN-OCHA  لخوا تمویل شوې او د CRS  موسسې له لارې به د ۲۳۷,۰۰۰ ډالرو په ارزښت په ټولیزې بودجې د هرات ولایت اړمنو ته وېشل کېږي.
د دې تفاهم‌نامې له مخې، د ۲۳۷,۰۰۰ ډالرو په ټولیز ارزښت به د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۵۴۵ کورنیو ته ۷۴ ډالره د ژمنیو جامو پېرلو لپاره، ۲۰۰ ډالره د سون توکو پېرلو لپاره او ۵ تختې (یوه دوه کسیزه او څلور یو کسیزه) کمپلې د ۵۷ ډالرو په ارزښت ووېشل شي. 

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۳
له پېښو سره  مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۳۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ښځو او ماشومانو خیریه مؤسسې ترمنځ د شپاړس زره او څلور سوه او څلور اتیا (۱۶،۴۸۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ښځو او ماشومانو خیریه مؤسسې له رئیس، محترم ارشاد الله زلمي سره په خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په باغران ولسوالۍ کې د چکډیم جوړولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په باغران ولسوالۍ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۹ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .