له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWEC موسسې ترمنځ د ۱۹۹،۹۵۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۲۱:۴۵
news image

نن ورځ چهار شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغان ښځو د زده کړو مرکز (AWEC) موسسې له کفیل محترم حزب الله سخي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 
په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب، راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د طبیعي پېښو له امله یې د زیانمنو شویو لپاره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې موسسې باید زیانمنو شویو ته د مرستو د وېشلو په لړۍ کې د اړوندو ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د ریاستونو له مسؤلینو سره همغږي وي. نوموړي همداراز، د مرستو د وېش د شفافیت پر اهمیت هم خبرې وکړې.
ورپسې د یادې موسسې کفیل، ښاغلي سخي د خپلې تطبیق کېدونکې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دوی به دا پروژه د اسلامي امارت د قوانینو په چوکاټ او د دې ادارې د مقام د رهبرۍ د لارښوونو په پام کې نیولو سره ترسره کوي. 
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د ۱۹۹،۹۵۰ (۱۹۹زره او ۹۵۰) امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه. چې له مخې به یې د بدخشان ولایت په تګاب او تشګاب ولسوالیو کې ۳۸۵ سېلاب ځپلو کورنیو هرې یوې ته ۱۷۵ ډالر ورکول شي او ۳۸۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته به د ۱۴۵ ډالرو معادل د غیر خوراکي توکو لکه: دیګ، دیګ بخار، چاینک، د آشپز خانې لپاره چاقو، کفګیر، پیالې، پیشقاف، د ډوډۍ خوړلو قاشوقې، د خوړو ساتلو لپاره پلاستیکي لوښي، فولادي کاسې، د لاس وینځلو صابون، د جامو وینځلو صابون، د پخلي له وسایلو سره یو ځای د ګاز سلنډر، د ښه کیفیت لرونکی ترپال، لاسي څراغ، فلزي سطل او یو نفري او دوه نفري کمپلو کېټونه ووېشل شي، د طبیعي پېښو له امله ۲۰۰ ډېرو اغېزمنو شویو وګړو ته به د روغتیایي مشورو د ورکولو په موخه د ټکسي کرایې لپاره هر کس ته ۳۰ ډالر ورکړل شي او همدارنګه د یادې تفاهم نامې له مخې ۸۰۰۰ ډالر د طبیعي پېښې په وړاندې د چمتوالي د ورکشاپونو لپاره د ۸۰۰۰ کسانو لپاره په پام کې نیول شوي دي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .