له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د ۲۹۸،۷۱۱ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۲۱:۴۹
news image

 نن ورځ سې شنبې له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان ټولنیزې پیاوړتیا (ASIO) له رئیس؛ محترم عبد الهادي کریمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې، ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او ویې ویل، چې موږ زیانمنو شویو خلکو ته د ژر رسېدنې په موخه مؤسسو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي دي، نو له همدې امله له مؤسسو څخه دا هیله لرو، چې خپلې پروژې دې پروخت او شفاف ډول سره د زیانمنو شویو لپاره تطبیق کړي. 
ورپسې، محترم کریمي د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې موږ په دې هڅه کې یو چې په وخت سره وړ کسانو ته مرستې ورسوو.  
 د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ ټولټال د دوه سوه، آته نوي زره او اووه سوه او یوولس (۲۹۸،۷۱۱) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د سمنګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او مرکز ایبک ښار کې ۷،۶۳۶ اړمنو او بېوزله کورنیو ته په بېلابېلو پړاوونو کې نغدي پیسې او خوراکي توکي ووېشل شي.
 لومړی پړاو: ٣٦٣ کورنیو ته به څلور میاشتنۍ مرستې په یوه دوره کې هرې کورنۍ ته ٢٠٠ کیلو اوړه، ١٨.٢ کیلو غوړ، ٢٥ کیلو دال او ٢ کیلو مالګه په یوه پړاو کې ووېشل شوي.
دوه یم پړاو: ٦،١٨٢ کورنیو ته به په شپږو میاشتو کې، هره میاشت هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلو اوړه، ٤،٥٥ کیلو غوړي، ٦.٢٥ کیلو دال او ٠.٥ کیلو مالګه ووېشل شي.
درېیم پړاو: ١،٠٩١ کورنیو ته به په شپږو میاشتو کې، هرې کورنۍ ته ٢،٩٠٠ افغانۍ ووېشل شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .