له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې تر منځ د درې سوه، یو دېرش زره او څلور سوه او نه ویشت (۳۳۱٫۴۲۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۲۲
news image

 نن ورځ د چهار شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ژغورنې نړیوالې کمېټې له سرپرست؛ محمد عمیر احمر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې ترابي صاحب د یادې کمېټې په مخکینیو همکاریو خبرې وکړې او مستحقو خلکو ته د مرستو د کچې د زیاتوالي په موخه یې له موسساتو سره د اړیکو په قوي کولو ټینګار وکړ او همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د مرستو بستې باید دومره کوچنۍ نه وي چې د ترلاسه کوونکو د کرایې او نورو مصارفو څخه د هغې ارزښت کم وي.
ورپسې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې سرپرست؛ محترم محمد عمیر احمر، له یادې کمېټې سره د دې ادارې د همکاریو په پار د قدرداني کولو ترڅنګ، د خپلې تطبیقېدونکې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې موږ به د دې تفاهمنامې له مخې د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو په همکارۍ، په څلورو ولایتونو کې مستحقو وګړو ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه نغدي مرستې ووېشو.  
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو بنسټونو تر منځ ټولټال د درې سوه، یو دېرش زره او څلور سوه او نه ویشت (۳۳۱٫۴۲۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې په دوو پړاوونو کې د خوست ولایت ۶۰۸ کورنیو، د لوګر ولایت ۶۶۴ کورنیو او د بامیان ولایت ۸۱۲ کورنیو هرې یوې ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ۸۰ ډالر ووېشل شي او همدارنګه، د کندز ولایت ۴۶۶ کورنیو ته به هم په څلورو قسطونو کې، هرې یوې کورنۍ ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ۱۶۰ ډالر ووېشل شي.  

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۵۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د اکټیډ (ACTED) او د اسلامیک ریلیف (IRW) له موسسو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۰
Background image

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو استنادي دېوالونو جوړولو کار پیل شو

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د همغږۍ په پایله کې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۳
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۳۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .