له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د زرغون افغانستان کرنې او مالدارۍ موسسې ترمنځ ټولټال د اوه زره او درې سوه او یو نوي (٧،٣٩١) ډالرو په ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۵۷
تصویر خبر

نن ورځ دوشنبې له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار د زرغون افغانستان کرنې او مالدارۍ مؤسسې له رییس، محترم ډاکټر غلام سرور ظهیر سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 
محترم الحاج مولوي محمد عالم علميار په دې ليدنه کې وويل، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر افغان باید نورو هېوادوالو ته د مرستو رسولو په هڅه کې وي، نو له همدې امله د دې تفاهم‌نامې لاسليک کول د هېواد له زیانمنو خلکو سره د مرستې په لاره کې يو مهم ګام دی او موږ د داسې پروژو له پلي کېدو هرکلی کوو.
همدارنګه د زرغون افغانستان کرنې او مالدارۍ موسسې رییس، محترم ډاکټر غلام سرور ظهیر، د يادي پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل لومړنۍ ځل دی چې له دولتي ادارې سره زموږ کارونه په چټکۍ سره مخکې ځي، چې له همدې امله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له رهبرۍ او کار کوونکو څخه مننه کوم.
په پای کې، دواړو لوريو ټولټال د اوه زره درې سوه او یو نوي (٧،٣٩١) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسليک کړه. چې له مخې به یې، ياده موسسه د خوړو نړیوال پروګرام په ملاتړ د خوست ولايت په ولسواليو کې، د پېښې رامنځته کېدو په صورت کې او له سروې وروسته، ١٦٩ کورنيو ته نغدي او يا هم خوراکي توکي ووېشي. په نغدي مرستو کې به هرې کورنۍ ته ٢٩٠٠ افغانۍ ورکړل شي، او په خوراکي مرستو کې به هرې کورنۍ ته ٥٠ کيلو اوړه، ٤.٥٥ کيلو غوړي، نیم کيلو مالګه او ٦.٢٥ کيلو دال ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .