له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د توحید د ټولنیزو او پراختیایي چارو مؤسیسې تر منځ  تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۳۸
تصویر خبر

نن ورځ دو شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي  د توحید ټولنیزو او پراختایي چارو مؤسیسې د رئیس داکتر نوید احمد سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. 
ترابي صاحب له هرڅه مخکي د TSDO مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي مؤسیسات باید په خپلو کارو کي پوره شفافیت راولي ترڅو زیانمن شو کورنیو ته پر وخت مرستي ورسیږي.
همداراز ترابي صاحب وویل چي د میدان وردګ ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او کلیو کي څو اونۍ وړاندي زیات سیلابونه او اورښتونه سوې دي چي خلګ یې زیانمن کړي دي او باید مرستي ورسره وسي.
دیادي مؤسیسې رئیس داکتر نوید احمد د یادي ادارې د سرپرست څخه ځانګړې مننه وکړه چي په کارونو کي چټکتیا راویستلي ده او ژر تر ژره یې زموږ سره تفاهم نامه لاسلیک کړه.
په پای کي  یاده تفاهم نامه لاسلیک سوه چي له مخي به یې د میدان وردګ ولایت په ټولو ولسوالیو کي د طبیعی پېښو په صورت کي د WFP  تر منظورۍ وروسته ۲۱۹ کورنیو ته  خوراکي موادو ویشل کیږي چۍ هري کورنی ته به  ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲۵ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه، ٣ کیلو LNS د سوی تغذي لپاره او ٦ کیلو WSB تغذیوي مواد د شیدو ورکونکو ښځو لپاره وی

نیټه: ۱۴۴۷/۲/۳ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .