له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ښځو ټولنیزې مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۳۸
news image

نن ورځ یک شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغان ښځو ټولنیزې مؤسسې د پروژې له مسؤل، عمران الله کامران سره په خپل کاري دفتر کي وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب، د یادې مؤسسې د پروژې مسؤل ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې خوښ یو چې مؤسسې زیانمنو کورنیو ته مرستي ویشي او د دې مؤسسې د ټول کاري ټیم څخه یې مننه وکړه چې زموږ د ځورېدلي ولس سره همکاري کوي.
همدا راز، ترابي صاحب زیاته کړه چې مرستي باید په شفاف ډول او ژر تر ژره  پر زیانمنو کورنیو ووېشل شي. 
په دوام کې، د  دیادی  مؤسسې د پروژې مسؤل، عمران الله کامران وویل،  موږ غواړو چې افغان ولس ته له بیلابیلو لارو مرستې برابرې کړو او پر مستحقو کسانو یې وویشو.
د یادونې وړ ده، چې دواړو لوریو تفاهم نامه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د کابل ولایت په ۸ ناحیو کي د بېړنیو حالاتو پر مهال ۵۳۵ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته به ۵,۸۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چي ټولټال درې ملیونه یو سل او درې زره (۳,۱۰۳,۰۰۰) افغاني کیږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۳ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .