له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوسایني مؤسیسې تر منځ دګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۴۹
news image

نن ورځ سي شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي او د اسلامي هوسایني مؤسیسې مؤسیس رئیس محمد ذوالقرنین عباس د پروګرامونو مسؤل رحمت الله خوګیاڼي او مل پلاوي سره وکتل. 
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې  کړل چي په ډیرو ولایتونوکي زیایمني کورنۍ شتون لري چي مرستو ته جدي اړتیا لري او باید ټول مؤسیسات او سازمانونه خپلي مرستي ورسره وکړي ترڅو پر وخت زیانمني کورنۍ د مرستو څخه برخمني سي.
همدارنګه ترابي صاحب د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چي تل یی دزیانمنو کورنیو سره بیلابیلي مرستي کړي  دي او باید خپل مرستي د افغان اولس سره جاري وساتي او همیشه دطعبي او غیر طبعي پیښو ځپلو کورنیو سره دوامداره همکاري وکړي او هغه مواد  دي   پر خلګو دمرستي په توګه وویشي چي خلګ ورته اړتیا لري.
د اسلامي هوسایني مؤسیسې مؤسیس رئیس محمد ذوالقرنین عباس دیادي ادارې د سرپرست څخه ځانګړي مننه وکړه چي پر وخت یی کارونه خلاص شوي دي او په کارونو کي  یی موږ ته چټکتیا راویستلي ده.
همدارنګه عباس وویل چي یاده مؤسیسه په بیلابیلو برخو کي د خلګو سره مرستي کوي چي یو برخه یی دطبعي او غیر طبعي پیښو زیایمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کوي او تل یی دسیلاب ځپلو؛ مهارجرینو او پیښو ځپلو خلګو سره همکاري کړي ده.
دیادوني وړ ده چي  یاده موسیسه د ۱۱۸۲۰۵ ډالرو په ارزښت د تخار ولایت په تالقان، کلفګان او رستاق ولسوالیو کي د سیلابونو له امله زیایمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته کوي چي ټوټل ۵۴۰ د نغدي پیسو پاکټه دي چي په هر پاکټ کي ۱۶۵.۵ ډالره دی چي معادل  یې ۱۱۳۰۰ افغانۍ کیږي هري کورنۍ  ته تر سروې ورسته ویشل کیږي.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۳ هــ ق 
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .