د ORCD Global موسسې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د روغتیایي مرکز سره د ۳۲ قلمه اړینو درملو مرسته وکړه

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۴:۴۱
news image

نن سهار د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د ORCD Global  موسسې له رئیس ډاکتر حیدر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دې موسسې لخوا د یادې ادارې د روغتیایي مرکز لپاره د مرسته شویو درملو په اړه یې خبرې وکړې.
ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د دوی له مرستو یې مننه وکړه. هغه زیاته کړه چې څه موده وړاندې له ازبکستان هېواد څخه د دې ادارې سره د ۳.۵ ټنه بېلابېلو درملو مرسته وشوه؛ خو موږ هغه درمل په ګدام کې ذخیزه نه کړل، بلکې د تورخم د کډوالو پنډغالي اړوند ۱۲ کلینیکونو او د عامې روغتیا روغتونونو ته مو وویشل، ځکه د شریعت له مخې هم د درملو بېځایه ذخیره کول ناروا عمل ګڼل کېږي.
د ادارې سرپرست وویل، چې د افغانستان خلک هر ډول مرستو ته اړتیا لري او موږ د هرې مرستې، که زیاته وي یا کمه، په خوښۍ یې هرکلی کوو.
ورته مهال، د ORCD Global موسسې رئیس، ډاکتر حیدر، د تېرو پروژو د پلي کولو په برخه کې د یادې ادارې له همکارۍ مننه وکړه او دغه اداره یې یوه مهمه، اغېزمنه او فعاله اداره وبلله. هغه دا هم وویل چې د دې ادارې د غوښتنې له مخې، نن ورځ ۳۲ قلمه اړین درمل د یادې ادارې د روغتیایي مرکز لپاره پېرل شوي او یاد مرکز ته به وسپارل سول، تر څو د اړتیا پر مهال د کارکوونکو د ستونزو د حل لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .