د کونړ پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست دفتر او د څوکۍ ولسوالۍ د وقایوي پروژې څخه د مالي او اداري عمومي رییس لیدنه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۹:۷
News

کونړ _ د چنګاښ 24مه - 1400
شیر احمد فیضي, د وزارت مالي او اداري عمومي رییس او ورسره پلاوي یې د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست څخه لیدنه او د هغوۍ ننګونې یې له نږدې وکتلې.
د کونړ پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس, د اداري اساسي ودانۍ او معیاري ګدام نشتوالۍ سترې ستونزې وبللې او د پېښو د مدیریت د معلومات ملي سیسټم پر وړاندې د ننګونو په اړه یې هم ښاغلي فیضي ته معلومات ورکړل.
د مالي او اداري عمومي رییس, همدارنګه د وقایوي پروژې څخه چې د سېلاب تګلاره د هستوګنیزو کورونو څخه جلا کړې لیدنه وکړه او د پېښو خطرونو د کمولو په پار یې د سیمې خلکو سره د وقایوي پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.
دغه ګبیوني دیوال د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د څه باندې 400 مترو په اوږدوالي پلي شوی دې.

nEWS2

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .