د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۲۱:۵۱
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او ARCI موسسې په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز اسعدآباد او بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۵۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، انرژي لرونکي چاکلېټ او WSB مواد ووېشل شول. 
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) څخه د دغو مرستو په پار مننه وکړه چې هغوی ته یې پر وخت دا مرستې ووېشلې.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۲:۵۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۲:۵۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (AWSDC) مؤسسې تر منځ د (۷۵,۰۰۰) پنځه اویا زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه

نن ورځ چهار شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د AWSDC مؤسسې د مرستیال او کفیل محمد صادق عیار او د پرو ګرام د مسؤل فردوس ابراهیمي سره په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د ميدان وردګ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې ولګولې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدين ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د ميدان وردګ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د ياد ولايت اړوند له خطر سره په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .