د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۱۹ زلزله ځپلو او بېځایه شویو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۷
تصویر خبر

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRW او د DACAAR موسسو په مالي همکارۍ، د دې ولایت اړوند ۱,۵۱۹ زلزله ځپلو او د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې د IRW موسسې له لوري ۲۵۷ زلزله ځپلو کورنیو هرې یوې ته ۵,۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه یو میلیون او درې سوه او شپږ دېرش زره او څلور سوه (۱,۳۳۶,۴۰۰) افغانۍ کېږي. همدارنګه، د DACAAR موسسې له لوري د وروستیو جګړو له امله ۱,۲۶۲ بېځایه شویو کورنیو هرې یوې ته یو عدد د حفظ الصحې کېټ ووېشل شو.   

نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۲۳
Background image

په خوست ولايت کې ٤١ ناچاوده توکي کشف او له منځه یووړل شول

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د اومر ماین پاکۍ موسسې QRT-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ځاځي ميدان او سپيره ولسواليو او مرکز کې له تېرو جګړو پاتې شوي ناچاوده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او UNICEF سازمان په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په خاص کونړ او منورې ولسوالیو او مرکز کې د وروستیو بارانونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ریاست د نوې اداري ودانۍ جوړېدو له کار څخه څارنه وکړه

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي ټیم، د یاد ریاست د نوې جوړېدونکې اداري ودانۍ له رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

د دې څارنې موخه د ودانۍ د رغنیزو چارو د کیفیت، تخنیکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .