د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زلزلې ځپلو کورنیو لپاره ۱۶ استوګنیز کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۴۱
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د CWSA مؤسسې ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په سیمه کې د زلزلې ځپلو کورنیو لپاره د ۳۳۰,۰۰۰ امریکايي ډالرو په ټولیز ارزښت ۱۶ استوګنیز کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د دغو کورونو د جوړولو چارې د شپږو میاشتو په موده کې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر دوامدارې څارنې لاندې بشپړې شوې دي.

له کورونو څخه ګټه‌اخیستونکو کورنیو د نویو کورونو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او CWSA مؤسسې څخه یې د هغوی لپاره د مناسبو سرپناه‌وو د جوړولو له امله مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا یو کال وړاندې په دې سیمه کې مرګونو زلزلو پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول او ګڼ شمېر استوګنیز کورونه یې ویجاړ کړل. د دغې پېښې په پایله کې، تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شوي او د پاتې کورونو د جوړولو چارې هم روانې دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .