د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۵۱
123

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د (IED/IM-MDU-07) ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په پیتاوي کلي کې او د DRC مؤسسې د (AIM-01) ټیم د همدې ولسوالۍ په شاتوري کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.

یادو ټیمونو د ماین پاکۍ د عملیاتو په ترڅ کې یو IED په لاس جوړ سوی بوشکه ماین او یوه کړۍ IED ماین کشف  کشف او په خوندي توګه لمنځه یووړل.

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هر ډول  چاودېدونکو او یا شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د AREA ماین پاکۍ مؤسسې د بېړني ځواب ویونکي ټیم، د یاد ولایت د مرکز په امنیې قوماندانۍ، د دوربابا ولسوالۍ په څڅوبي کلي، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .