د کندهار ولایت په ارغنداب او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د (IED/IM-MDU-12) چټک غبرګون ټیم د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د حاجي کریم داد کلي په سیمه کې او د DRC مؤسسې د (AIM-01) تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په شاتوري کلي کې د سیمې د پاکولو د عملیاتو پر مهال یو ناچاوده بشکه یي ماین او یو عدد IED ماین کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هر ډول ناچاوده، چاودېدونکو او یا شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لاس وهلو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.
