د کندهار ولایت د کرنې ریاست له ګدام څخه ١,٠٠٠ بورۍ غنم د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته ولېږدول شول

د عالیقدر امیـ.رالمؤمـ.نین حفظه الله د لارښونې له مخې، د هېواد ټولو ولایتونو ته له مرکزي او ولایتي سیلو څخه د غنمو د لېږد بهیر پیل شوی، په همدې چوکاټ کې نن ورځ چهارشنبه، د (١,۰۰۰ بوریو) په اندازه ٥٠ ټنه غنم به، د کندهار ولایت د کرنې له ریاست څخه د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته د طبیعي پېښو له امله احتمالي زیانمنو ته د رسېدنې په موخه ولېږدول شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه اندازه غنم به د یاد رياست په ګدام کې ذخیره شي او د اړتيا په وخت کې به پر مستحقو او زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شي.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/۲۷ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره