د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د اکتېد مؤسسې په مالي ملاتړ، هغو ۱۳۸ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې پروګرام کې د مسؤلینو په شتون کې ۱۲۶ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۱۰,۸۷۰ افغانۍ او هغو ۱۲ کورنیو ته چې مشري یې ښځې کوي، هرې کورنۍ ته ۱۳,۰۵۰افغانۍ ووېشل شوې، چې د دغو کورنیو لپاره په ټولیز ډول یو میلیون او پنځه لکه او شپږویشت زره او دوه سوه او شل (۱,۵۲۶,۲۲۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
