د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٢ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کنسرن موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍکې د زلزلې له امله ۳۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په دې لړۍ کې، د هرې کورنۍ لپاره ۲۱۰۸۰ افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې په مجموع کې یادو کورنیو ته ۶۷۴۵۶۰ (۶۷۴ زره او ۵۶۰) افغانۍ ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره