د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نجراب ولسوالۍ کې د استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ملي ادارې او د GNI مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د  نجراب ولسوالۍ په جور غل کلي کې د نوي زره (٩٠،٠٠٠) ډالرو په ارزښت د ١٠٠ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ. 
د دې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې، د ولایت مقام مرستیال؛ محترم الحاج اسد الله سنان، د نجراب ولسوالۍ ولسوال؛ محترم الحاج مولوي عطاءالله نعمت، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس؛ محترم الحاج مولوي صابر احمد او یو شمیر نورو سیمه ییزو مشرانو شتون درلود.
د یادونې وړ ده، چې د دې استنادي دیوال د سروې او ارزونې چارې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تخنیکي پلاوي په واسطه له وړاندې څخه ترسره شوې وې. 

نېټه: ۱۴۴۷/۲/١١هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۳
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۸۳ کورنیو ته چې کورونه یې د قدرتي پېښو له امله په بشپړ او نیمه ډول وېجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۸
Background image

د پنجشیر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د قدرتي پېښو له خطر سره مخ ۱۱ سیمې سروې او تثبیت شوې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیان‌منونکو سیمو د پېژندنې او ارزونې د بهیر په دوام، د رُخه ولسوالۍ په قراء دوشاخ، چمالورده او بلاق و بوته وار کلیو کې د هغو ۱۱ سیمو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .