د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس؛ محترم الحاج ملانورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC او DAFA ماین پاکۍ مؤسسو د بیړني ځواب وېینو ټیمونو د همغږۍ له مخې، د دې ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د اوبو د یو کانال د مسیر په اوږدو کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل. 
د یادو عملیاتو په پایله کې، یو عدد فیوز او یو فیر د راکټ RPG مرمۍ، چې له تېرو جګړو څخه پاتې شوې وه او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی وو له منځه یوړل شول. 
د یادونې وړ ده، چې لږ وړاندې په دې سیمه کې چاودېدونکو توکو د دوو ځوانانو ژوند اخیستی وو، چې په یاده سیمه کې به له دې عملیاتو وروسته دا احتمالي مرګونې پېښې له منځه لاړې شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .