د کابل ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۳۸ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۲۱:۵۲
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, دکابل ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ, د کابل ښار اوولسمې او څلورمې ناحیو اړوند ۳۳۸ زیانمنونکو او اړمنو کورنیو ته له سروې او تثبیت وروسته ژمنۍ نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې, د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د پنځم او شپږم پړاو ۶,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۲,۰۲۸,۰۰۰ (۲ میلیونه او ۲۸ زره) افغانۍنغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۴
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۳۷ اړمنو کورنیو ته د څارویو د خوړو بستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ (Action aid) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۹:۵۲
Background image

د میدان وردګ ولایت په میدان ښار کې د اورلګېدنې پېښو د احتمالي خطرونو د کموالي او مخنیوي په پار د عامه پوهاوي د ورکړې پروګرامونه ترسره شول

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اور لګېدنې دایمي کمېټې د غړیو له لوري، د یاد ولایت د میدان ښار باراز اړوند هټیوالو او دوکاندارانو ته د اورلګېدنې د احتمالي پېښو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۸:۳۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د ۶۰۰,۰۰۰ (شپږ سوه زره) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د DRC مؤسسې له مرستیال محترم احمد ضیا مایار سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .