د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي ملاتړ، د دې ولایت د ده سبز ولسوالۍ په شهرک محمدیه، خواجه چاشت او ترکو کليو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۷۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، دوه عدده روغتیایي کېټونه چې ۲۳ قلمه توکو پکې شتون درلود ووېشل شول.
په پای کې کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه دوی ته د پروخت رسېدنې او مرستو وېشلو له امله خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
