د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۳۶
۲۳

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې او د درمان موسسې په همکارۍ، د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو او د موسهي ولسوالۍ د عبدالروف کلا کلي کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو او مستحقو ۳۲۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۱۲۰ کورنیو هرې یوې ته ٥٠ کیلو غنم، ١٢.٥ کیلو وریجي، ٥ کیلو بوره،  ٣ پلاستیکي صندقونه، ٣ څراغونه، ١٠٠ تختې د اوبو تصفیه کولو ګولۍ، ٥ کلچې د جامو مینځلو صابونونه، ٢ جوړه څپلۍ او ۲ د آشپزي لویې کاشوغې او همدارنګه د درمان موسسې له لوري ۲۰۰ کورنیو هرې یوې ته ٥٠ کیلو اوړه، ٢٠کیلو وریجې، ٥ لیټره غوړي، ٢.٥ کیلو لوبیا، ٢ کیلوبوره او ٤ کیلو مکروني ووېشل شوه.

د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او درمان موسسې څخه د مرستو د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .