د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د GNI نړیوالې موسسې په همکارۍ او د موسهي ولسوالۍ د ولسوال استاد جمیل او د سیمه ییزو ادارو د استازو په شتون کې، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ۲۰۲ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو وریجې، یوه جوړه نارینه او ښځینه جامې، یوه جوړه نارینه بوټونه، د یونیسف یو روغتیایي کېټ چې ۱۴ قلمه مواد پکې شامل دي، د ماشومانو د ژمني جامو یو کېټ چې ۱۶ قلمه توکي لري، یوه تخته کمپله، یو چریکي بستره او نور اړین توکي ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره