د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۵۱
news image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېرو بارانونو له امله ۳۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د پخلنځي ۱ کېټ، ۱ هایجن کېټ، د کمپلو ۱ کېټ، ۱ د سولر لایټ کېټ، همداراز، له یادې جملې ۳ کورنیو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه هم ووېشل شوه.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۹:۱۹
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په امام. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۹:۱۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د دې ادارې له پنډغالي ليدنه وکړه او د کارونو پر چټکتيا یې ټينګار وکړ

نن ورځ يکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدين ترابي، په تورخم کې د یادې ادارې د پنډغالي د جوړېدو لپاره د ټاکل شويو کمېټو د کاري بهير څخه ليدنه او څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۵۵
Background image

د قزاقستان هېواد ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته وسپارلې

نن ورځ دوشنبه، د قزاقستان هېواد ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته وسپارلې. 
د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .