د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۲۲
43

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خاکجبار ولسوالۍ په چکري، ناروه، عبدالله‌خېل او ولي‌کلا کلیو کې د کاریزونو د پاکولو او بیارغونې د پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. 

د کاریزونو پاکولو پروژه د «کار په بدل کې خوراکي توکي» پروګرام له مخې بشپړه شوه، چې هر کاریګر ته د هرې کاري ورځې په بدل کې ۱۰ کیلوغنم ووېشل شول، چې په ټولیز ډول ۱۸۶ بورۍ غنم ۵۶ کاریګرو ته ووېشل شول.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د دغو کاریزونو د پاکولو او بیارغونې چارې د ریاست تر دوامداره تخنیکي څارنې لاندې بشپړې شوې، چې په پایله کې یې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې، زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلې او د یادو سیمو د اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده هواره شوه.

نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .