د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکین ولسوالۍ کې ۳۹۹ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۱۱
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د RHDO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په شکین ولسوالۍ کې ۳۹۹ کورنیو ته، چې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوی وې، خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې بهیر کې، چې د اړوند مسؤلینو په شتون کې ترسره شو، هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دال، ۱۸.۱ کیلو غوړي او کیلو مالګه ووېشل شوه.

د یادونې وړ ده، چې په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او تمویلوونکې موسسې څخه د قدرداني ترڅنګ د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۲:۰
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې د ۵۳ متره اوږدوالي په درلودلو سره پیل کړې. 

 دغه دیوال به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۸ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DACAAR او د ARCI موسسو په ملاتړ، د دې ولایت له مرکز اسعدآباد او بېلابېلو سیمو څخه د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو ۱۷۸ کورنیو ته له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .