د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام په لارښوونه, ۸۸ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته په مرکز ګردېز ښار کې له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وریجې او یو هایجن کېټ ووېشل شو.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره