د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP, UNICEF اوUNHCR، دفترونو په ملاتړ، د یاد ولایت په احمدخیل ولسوالۍ کې ۷۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د WFP دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۵۸۰۰ افغنۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره څلور میلیونه او څلور لکه او اته دېرش زره او څلور سوه (۴,۴۳۸,۴۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې، همدارنګه د UNHCR او CHA مؤسسې لخوا ۱۰۰ کورنیو هرې یوې ته یو باب خېمه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
