د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۳۷ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ, د جاني خېلو ولسوالۍ اړوند ۴۳۷ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د دویم ځل لپاره ۵,۵۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۲,۴۰۳,۵۰۰ (۲ میلیونه, ۴۰۳ زره او ۵۰۰) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره