د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٣٧ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ اړوند ٤٣٧ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته له سروې وروسته ٥,٨٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٢,٥٣٤,٦٠٠ ( ٢ میلیونه، ٥٣٤ زره او ٦٠٠ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې یادې مرستې د دې کورنیو لپاره د پنځم او شپږم پړاو مرستې وې، چې د مسؤلینو په شتون کې ورته ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٨/۲٦
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره