د پکتيا ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸ زيانمنو کورنيو ته خوراکي او غير خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۱۰
news image

د پکتيا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ملاتړ, د یاد ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د وروستيو بارانونو او سيلابونو له امله ۱۸ زيانمنو کورنيو ته له سروې وروسته خوراکي او غير خوراکي مرستې وويشلې. 
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې‌, د IOM لخوا هرې کورنۍ ته یو د پخلنځي کېټ، درې تختې کمپلې او يو سولري څراغ او ۶ کورنيو هرې یوې ته د بيړنۍ سرپناه لپاره یو باب خیمه او د WFP لخوا هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۸.۲ ليټره غوړي، ۲۵ کيلو دال، ۲ کيلو مالګه، ۲ کيلو بيسکوټ او د ماشومانو او مېندو لپاره مغذي مواد ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۳:۲۸
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۷۹ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې ۱۴ بېلا بېل ډول ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هغمږۍ له مخې، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې د یاد د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې ۱۴ بېلا بېل ډول ناچاوده توکي کشف او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۳:۱۳
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په چهار آسیاب ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل کړ

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د لارښوونې پربنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چهارآسیاب ولسوالۍ په شاه توت کلي کې، د ۹۰ متره اږدوالي او ۳ متره لوړوالي په درلودلو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .