د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۶
تصویر خبر

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د افغان سرې میاشتې ټولنې او UNICEF دفتر په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز او عنابه، دره، رخه آبشار، حصه اول او شتل ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۷ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.   

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۲ بورۍ غنم، نیمه کیلو چای، ۵ کیلو بوره، یوه پایه چپرکټ د افغان سرې میاشتې ټولنې لخوا هرې کورنۍ ته ۵ تختې کمپلې، یوه د پخلنځي بسته، دوه د اوبو بشکې او د UNICEF له لوري هرې کورنۍ ته ۶ کلچې صابون، ۱۰۰ د کلورین ټابلیټ او یو عدد د روغتیا ساتنې بروشر او کتابچې ووېشل شوې. 

د مرستو د وېشلو په لړ کې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته به د مرستو رسولو لړۍ به دوام ولري. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .