د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٢٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په رخه ولسوالۍ کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ١٢٧ زیانمنو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې ٨٩ په قسمي توګه زیانمنو شویو هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١ بورۍ غنم، ١ بورۍ وریجې او ٣٨ ډېرو زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې ته ٢ بورۍ غنم او ١ بورۍ وریجې ووېشل شوې.
دیادونې وړ ده، چې د دغه کورنیو کرنیزې ځمکې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
