د پنجشیر ولایت له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې نصب شوې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۴
تصویر خبر

د پېښو خطرونو د مخنیوي او د عامه پوهاوي لوړولو په موخه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند له خطر سره په مخ یو شمېر سیمو او لارو کې د واورې ښویېدو او ډوبېدو په اړه د خبرداري لوحې نصب کړې. 

دا لوحې د پنجشیر ولایت په پریان، حصه اول، شتل ولسوالیو او مرکز کې په هغو سیمو کې چې د خطرونو رامنځته کېدو احتمال شتون درلود، نصب شوې.

د دې اقدام موخه، د سیمې د اوسېدونکو، مسافرو او د نښلوونکې لارې د کاروونکو لپاره پوهاوی وړاندې کول دی، ترڅو د خبرداریو په پام کې نیولو سره د احتمالي ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي. 
 
نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۳:۱۷
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۱۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولاست د درې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۳:۱
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درزاب او قوش تپه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .