د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې یو عدد د پرسونل ضد ماین کشف او خنثی شو
د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې یو عدد د پرسونل ضد ماین کشف او خنثی شو
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ، د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې QR EORE 05 تخنیکي ټیم، د دې ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې شوی یو عدد د پرسونل ضد ماین کشف او په خوندي ډول خنثی کړ.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت په کچه د ماین پاکۍ فعالیتونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د هلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې ترمنځ په همغږۍ دوام لري.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول ناچاوده او شکمنو توکو د لیدو په صورت کې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، څو د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
