د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, په کوه صافي, جبل السراج او سیاګرد ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه, ۲۵ کیلو وریجې, د ۱۸ قلمه توکو ژمنۍ البسه, ۲ پلاستیکي سطلونه, ۳ تختې کمپلې, د لوښو یو کېټ او ۳ د اوبو ۲۰ لیټره بوشکې ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره