د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادکۍ ریاست ۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادکۍ ریاست, په بګرام او سیاهګرد ولسوالیو او د پروان مرکز اړوند هغو ۶ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، د ۱۸ قلمه توکو یوه د ژمني جامو بسته، ۲ پلاستیکي سطلونه، درې تختې کمپلې، د لوښو یو کېټ، د ۲۰ لیټره اوبو 3 بوشکې او د ماشومانو د جامو یوه البسه ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره