د واورو له وورښت وروسته د حاجي ګګ کوتل – کابل لویې لارې څارنه او د ډبرو پاکول ترسره شول
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست هغه لاره چې د حاجي ګګ کوتل – کابل ترمنځ پرته ده او د وروستیو واورو له امله د موټرو تګراتګ پکې له خنډ سره مخ شوی وو، پاکه کړه.
د دې څارنې او پاک کارۍ په بهیر کې، هغه ډبرې چې خنډونه یې جوړ کړي وو، د کرین په وسیله راټولې او له سیمې څخه انتقال شوې. اوس مهال دغه لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده او د تګ راتګ کومه ستونزه پکې نه لیدل کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
