د هلمند ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست له دفتر څخه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس لیدنه
لشکرگاه- ۲۷جدی۱۴۰۱
محترم الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس، د یو رسمي سفر په ترڅ کې د پېښو له امله بېځایه شویو او بېوزلو ته د رسېدنې په برخه کې د فعالیتونو او د هلمند ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د پروګرامونو څېړلو لپاره هلمند ولایت ته سفر وکړ.
په دې لیدنه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس، د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست کارکونکو ته د وروستۍ پېښو او د هوا سړېدو له امله زیانمنو ته د رسېدنې د ښه والي، د بېړنیو حالاتو ولایتي کمېټې او د مرستندویه موسسو سره د همغږي او د ژمي لپاره د پلان شویو فعالیتونو د پلي کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.