د هرات ولایت له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ریاست پر اړمنو کورنیو خوارکي توکي وویشل
تیره ورځ دهرات ولایت تورغونډۍ په مرکز کې پر ۱۵۰۰ مستحقو او اړمنو کورنېو ته خوراکي توکې وویشل شول له پېښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د حکم له مخې، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست له ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو ( زکات اخیستونکې) سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په خوراکي توکو کې: د ماشومانو د خوړو کینونه، چاکلیټ؛ او بیسکوټ؛ غیر الکولي مشروبات؛ او جوس شامل وه.
بي وزله کورنیو له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره څخه مننه وکړل او خوښي وښودل چي په پر ښه وخت یی زموږ لاسینوۍ وکړ.
د يادونې وړ ده چې وېشل شوي توکي د ترکمنستان هېواد د مرستي دي.
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۶ هـ ق
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره