د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې
د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ، د یاد ولایت په چخانسور، چهاربرجک او دلارام ولسوالیو او مرکز زرنج ښار کې د سېلابونو له امله ۱۱۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د الحاج مولوي محمد قاسم د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس، د اقتصاد رییس او د ولایت مقام استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۷۲۵۰ افغانۍ او یو کارتن ژمنۍ البسه چی (۱۶) شپاړس قلمه توکی پکښی شامل وه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره