د نړیوالو اړیکو ریاست
سریزه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د نړیوالو اړیکو ریاست، د پېښو خطرونو د مخنیوي، چمتووالي، غبرګون او له پېښو وروسته د بیا رغونې په برخه کې د دې ادارې د وړتیا لوړولو په موخه د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو د رامنځته کولو، پراختیا او د پیاوړتیا مسئولیت لري، دا ریاست د رغنده تعامل له لارې او د ډیپلوماسۍ د اصولو له مخې، هڅه کوي چې له مرسته کوونکو هېوادونو، سازمانونو او شریکو بنسټونو سره اغېزناکې همکارۍ رامنځته کړي او له نړیوالو تجربو او سرچینو څخه د خطرونو د ښه مدیریت او له خطر سره د مخ حالاتو د کمولو لپاره ګټه واخلي. د نړیوالو اړیکو ریاست له نړیوالو ټولنو څخه د تخنیکي، مالي او بشري مرستو د راجلبولو په برخه کې مهم رول لري او له ادارې څخه بهر د فعالیتونو پر همغږي کولو تمرکز لري.
د نړیوالو اړیکو ریاست موخې
- له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د پېښو مدیریت په برخه کې د همکاریو او هوکړه لیکونو پراخول.
- د وقایوي پروژو، چمتووالي او بیا رغونې لپاره د تخنیکي او مالي ملاتړونو جلبول.
- د خطرونو او پېښو اړوند د ناستو، کنفرانسونو او نړیوالو ټولنو په غونډو کې د ادارې د شتون او ونډې پراخول.
- د ملي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره د ادارې او نړیوالو شریکانو ترمنځ د تجربو او معلوماتو د تبادلې اسانتیا.
- د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د نړیوالو بشري او بېړنیو مرستو همغږي کول.
- د بشري مرستو راجلبول او د پيښو له امله زیانمنو کورنیو ته د رسېدنې په موخه د اړیکو تنظیمولو لپاره له کورنیو او بهرنیو بنسټونو او سازمانونو سره د اغېزناکو اړیکو ټینګښت.
- د سارک ، ایکو او نورو سیمه ییزو سارمانونو په ناستو، کنفرانسونو او ورکشاپونو کې فعاله ګډون کول.
- د بهرنیو چارو وزارت له لارې، د سفارتونو، سازمانونو او نړيوالو بنسټونو سره د نړیوالې همکارۍ رامنځته کولو په موخه د اړیکو ټينګښت.
- د ملي او نړیوالو مؤسسو له فعالیتونو څخه څارنه کول.
- د بورسونو او تخصصي پروګرامونو د برابرولو لپاره د نړیوالو مسلکي ادارو سره همغږي رامنځته کول.
د نړیوالو اړیکو ریاست د ۱۴۰۲ مالي کال کلنی راپور
- د مرستو د جلب په موخه د ۲۵ پروپوزلونو ترتیب او لېږل.
- د بشري مرستو او د پراختیایي پروژو د پلي کولو په موخه د ۱۱۲ هوکړه لیکونو لاسلیکول.
- د لنډمهالو ۶ پروژوي موافقت نامو د پړاوونو ترسره کول.
- له نړیوالو موسسو، سازمانونو او سفارتونو سره د ۶۵ غونډو زمینه برابرول.
د نړیوالو اړیکو ریاست د ۱۴۰۳ مالي کال د لومړي، دوهمې او دریمې ربعې راپور
- د مرستو د جلب په موخه د ۹ پروپوزلونو ترتیب او لېږل.
- د بشري مرستو او د پراختیایي پروژو د پلي کولو په موخه د ۱۴۹ هوکړه لیکونو لاسلیکول.
- د موسسو د فعالیتونو د کنټرول په موخه د ۱۹ نظارتي سفرونو ترسره کول.
- د چین هېواد د مرستو ترلاسه کولو په موخه د هڅو ترسره کول.
- د ۹ موافقت نامو د پړاوونو ترسره کول.
- له نړیوالو موسسو، سازمانونو او سفارتونو سره د ۶۵ غونډو برابرول.
هوکړه لیکونه
د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه د ۱۴۰۳ کال تر دریمې ربعې پورې له ملي او نړیوالو موسسو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو د وېش، سرپناه جوړولو، نغدي مرستو او د ماین پاکۍ په برخو کې د همکاري کولو اړوند ۲۷۵ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
کاري شریکان
۱. ملي او نړیوالې موسسې
۲. سفارتونه
۳. د ملګرو ملتونو دفترونه
۴. نړیوال سازمانونه
نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها
رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .
اړینه- خبرتیا
لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .