د ننگرهار ولایت

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ولایتي ریاستونه، په ولایتي کچه د دې ادارې اجرایي بازو ګڼل کېږي، او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په وړاندې د وقایې، چمتووالي، ځواب وینې او بیا رغونې د پروګرامونو او تګلارو د پلي کېدو په برخه کې اساسي رول لري. دا ریاستونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د قوانینو او تګلارو پر بنسټ، د پېښو د خطرونو د مدیریت اړوندو فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت لري. ولایتي ریاستونه د سیمه‌ییزو چارواکو، شوراګانو او د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په نږدې همکارۍ هڅه کوي تر څو د ټولنو زیانمنتیا راکمه کړي او د پېښو پر وړاندې سیمه ییزې وړتیاوې پیاوړې کړي.

د ولایتي ریاستونو موخې

1. د ولایتونو په کچه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پروګرامونو او پروژو په اغېزناکه توګه پلي کول.
2. له پېښو سره د مبارزې او د خطرونو د کمولو لپاره د سیمه ییزو ټولنو چمتووالی لوړول.
3. د بشري مرستو همغږي کول او د پېښو رامنځته کېدو پر مهال بېړنۍ ځواب وینه.
4. له سیمه ییزو چارواکو، دولتي او غیردولتي او ټولنیزو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړي کول.
5. د ولایتونو په کچه د پروګرامونو او پروژو د پلي کېدو د بهیر څارنه او ارزونه کول.
6. د وقایوي پروژو او بیارغونې لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړونو جلبول.

د  ننگرهار  ولایت  له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست

فعالیتونو او لاسته راوړنې: 
(د 1404 د لمړی ربع راپور)

د ریاست مسوول:                 قاری داد محمد حسینی
د اړیکې شمېـــــره:               0780689268
ایمیل:                                   nangarhar@andma.gov.af  

ژوندلیک:   
محترم قاري داد محمد حسيني د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړي لومړنۍ ديني زده‌کړې په پېښور، پاکستان کې ترلاسه کړې او لوړې ديني زده‌کړې یې په هلمند کې بشپړې کړې دي. هغه له فتحې څخه وروسته لومړی په نظامي پوستونو کې دنده ترسره کړه او وروسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د خدماتو د آمر په توګه په دنده وګمارل شو، چې وروسته د مقاماتو د لزوم دید له مخې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس په توګه وټاکل شو.                   


د ریاست موقعیت:                 روښان مینه، مجبورآباد عمومی سړک، جلال آباد ښار، څلورم ناحیه

په نقشه کې موقعیت: 

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .