د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې وویشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRAA مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په سرخرود ولسوالۍکې ۹۲ زیانمنو کورنیو ته د تشنابونو د ترمیم لپاره له سروې وروسته نغدې مرستې وویشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۳,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال اندازه یې ۳۴۹,۶۰۰ افغانۍکیږي د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانکړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
