د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماشومانو د ساتنې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۳۶۴ زیانمنو او بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او موسسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۳،۷۵۰ افغانۍ او په مجموع کې ۴,۹۸۸,۳۶۰ افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره