د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۶ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRAA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، په کوزکونړ ولسوالۍ کې ۲۶۶ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې ۲۲۴ کورنیو ته د بېلابېلو اړتیاوو پوره کولو لپاره هرې کورنۍ ته ۱۱,۰۰۰ افغانۍ او ۴۲ کورنیو هرې یوې ته د تشنابونو د ترمیم لپاره ۳,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او شپږ سوه درې ویشت زره او شپږ سوه (۲,۶۲۳,۶۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
