د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او ژغونې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، ۲۳۰ بېوزله کورنیو ته د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د خوراکي توکو پېرلو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د پنځم قسط لپاره ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۶۶۷,۰۰۰ (۶۶۷ زره) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانکړې شوي وې.
نېټه: ۱۴۴۶/۸/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره