د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، په سره رود ولسوالۍ کې ۲۲۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او موسسې د استازو په شون کې هرې کورنۍ ته ۲۷۰۰ افغانۍ په او مجموع کې ۵۹۴،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره