د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۴ شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سره رود، سپین غر، کوټ او کوزکونړ ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله د ۴ شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د هر شهید کورنۍ ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ او ټولټال ۸۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره